کورپاڼه / خپلواک / هيټماير او هوپ پر هند خپل زړونه يخ کړل
هيټماير او هوپ

هيټماير او هوپ پر هند خپل زړونه يخ کړل

خپلواک وېبپاڼه (١٦ دسمبر ٢٠١٩): د ويسټ انډيز توپوهونکو هيټماير او هوپ هندي توپ اچونکي سخت وټکول، دواړو سليزې ووهلې او په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې يې ويسټ انډيز ته ستره بريا ور په برخه کړه.

د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د د هند په چناى کې پرون ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ريشاب پانټ ٧١، شرياس اير ٧٠ او کيدار جادو ٤٠ منډې ترلاسه کړې.

د ويسټ انډيز له لوري شيلډون کاټرېل، کيمو پاول او الزاري جوسيپ ٢-٢ او کيرون پولارډ ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٨٨ منډو هدف پر وړاندې د ويسټ انډيز له لوري شيمرون هيټماير او شاى هوپ توپاني توپوهنه ترسره کړه او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې په ٤٧.٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو بريا ور په برخه کړه او هند ته يې په ٨ ويکټو ماته ورکړه. د دوى له ډلې شيمرون هيټماير ١٣٩، شاى هوپ ١٠٢ ناسوځېدلې او نيکولاس پوران ٢٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له لوري ديپک چاهار او محمد شامي ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شيمرون هيټماير ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د هند او ويسټ انډيز دويمه يو ورځنۍ لوبه به د دسمبر په ١٨مه نېټه د هند په ويساکاپټنم ښار کې ترسره کېږي. د هند او ويسټ انډيز د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ کې هند په ٢-١ سره بريا خپله کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …