کورپاڼه / اسلام / د جمعې د مبارکې ورځې اوه اعمال

د جمعې د مبارکې ورځې اوه اعمال

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، څوک چې د جمعې په ورځ دا اوه عملونه ترسره کړي، نو هر قدم چې د جومات په لورې اخلي، د هغې په بدل کې به د یو کال ذ نفلي لمونځونو ثواب او د یو کال د نفلي روژو اجر ورکول کېږي.

هغه اوه عملونه دادي: ۱- غسل یا حمام کول ۲- ښې جامې اغوستل ۳- جومات ته د ژر تګ تابیا کول ۴- جومات ته پیاده تلل ۵- امام ته د نږدې کېناستو هڅه کول ۶- خطبه په غور سره اورېدل ۷- کوم خراب یا بېهوه کار نه کول.(ترمذي،-ابن ماجه،سنن ابوداود،سنن نسایي)

همدا راز حضرت ابوسعید خدري رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي، څوک چې د جمعې په ورځ سورت کهف ولولي، د هغه لپاره به نور روښانه شي. د دوو جمعو ترمنځ.(دعوات الکبیر للبیهقي)

امیرالمومنین حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه روایت کوي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چا چې د جمعې په ورځ سورت الکهف تلاوت کړ، نو تر راتلوونکې جمعې پورې به له هر ډول فتنې څخه خوندي وي. حتی که دجال هم راووځي له هغه څخه به خوندۍ وي.(الاحادیث المختارۃ للمقدسي)

یو بل حدیث شریف کې راځي، چا چې د سورت کهف لومړي لس ایتونه په یادو زده کړل او په پابندۍ سره یې ولوستل، هغه به د دجال له فتنې خوندي وي.(مسلم، ترمذي، مشکوۃ)

دا هم ولولئ

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت ته د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او …