کورپاڼه / جالب / جان ابراهام د زړه حملې یو داسې تعریف وکړ، چې ډاکټران یې حیران کړل

جان ابراهام د زړه حملې یو داسې تعریف وکړ، چې ډاکټران یې حیران کړل

د بالیووډ مشهور اداکار جان ابراهام د زړه د حملې یو داسې تعریف کړی، چې دې تعریف د طب یا روغتیا کارپوهان سر ګرولو ته مجبور کړل.

هندي اداکار جان ابراهام له نورو اداکارانو سره یوځای د کپیل شرما خپرونه کې د خپل نوي فلم د اعلان لپاره ګډون کړی و.

په دې موقع جان ابراهام د فټنس په اړه څرګندونې وکړې او د زړه د حملې لامل یې وښوده. نوموړي وویل چې په وینه کې د پوکاڼیو په جوړېدو زړه ته وینه نه رسېږي او د زړه د حملې سبب کېږي.

جان ابراهام، چې د ذهني فشار او بدني فټنس په اړه یې خبرې کولې، د هغه احمقانه تعریف په سبب د خلکو پام د هغه له کار څخه واوښت او نېوکې یې پرې پیل کړې.

د ټویټر کاروونکو پر جان ابراهام ملنډې ووهلې او هغه یې مشوره ورکړه چې خپل مسلک ته دې پام وکړي.

دا هم ولولئ

طلاق

په بریتانیه کې یوې ښځې له خاوند څخه طلاق غوښتی، وایي ټول ژوند کې راته بده خبره هم نه ده کړې

د ښځې او خاوند ترمنځ د طلاق واقع کېدل ښایي ډېر لاملونه ولري، خو په …