کورپاڼه / اسلام / که چېرته سره زر د ماشومې په نوم شي، نو زکات په چا کېږي؟

که چېرته سره زر د ماشومې په نوم شي، نو زکات په چا کېږي؟

زکات د اسلام دريم ستر رکن دی، چې ډير مهم عبادت هم ګڼل کېږي، په قرآنکرېم کی ډېر ځاېه لمونځ او زکات ېوځای ذکر شوی او دا دواړه عبادتونه دټول دېن ترجمانی کوی. په بدني عباداتو کې لمونځ د ټول دین نماېندګی کوی او په مالي عباداتوکی زکات د ټول دین استازیتوب کوي.

زکات په ټولنه کې د بې وزلۍ او فقر پر وړاندې تر ټولو غوره وسيله ده، د زکاة په اداء سره په کور، کلی، ولس او هيواد باندې الهی رحمتونه او برکتونه نازليږی ځکه په کوم قوم کې چې رحم، زړه سوی او يو له بله سره مرسته وينو پر هغه قوم باندې هم خدای ج خپل رحمتونه نازلوي له بلا او آفاتو يې ساتي.

د زکات شرطونو کې مسلماني، بلوغ، د نصاب حد ته رسېدل، قرضداري باید نه وي، په مال یو کال تېرېدل، عقل او هغه شیان چې له اړتیا اضافه وي زیات پرې. په سرو زرو شل مثقاله باندې او د سپین زرو په ۲۰۰ درهمو زکات فرض دی.

خو یوه پوښتنه: له ماسره یو څه اندازه سره زر ول، زما یوه اته کلنه لور ده ما هغې ته دا سره زر وکړل او د هغې په نوم مې کړ، خو سره زر تر اوسه زما په ملکیت کې دي، اوس پوښتنه داده چې زه زکات ورکړم او څنګه؟

ځواب: دا چې سره زر د ماشومې په نوم دي، اوس سره زر هم د هغې ماشومې ملکیت دی، خو دا چې ماشوم نابالغه ده، نو د هغې په مال یعنې سرو زرو زکات نشته.

دا هم ولولئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي اوه کارونه مه کوئ

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه روایت کوي، کله چې یو قوم دغه پنځه …