کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستان سوپر لیګ: د کراچۍ کنګز لوبډلې محمد نبي له ځان سره وساته
محمد نبي

پاکستان سوپر لیګ: د کراچۍ کنګز لوبډلې محمد نبي له ځان سره وساته

د پاکستان سوپر لیګ د ۲۰۲۲ کال پړاو لپاره د کراچۍ کنګز لوبډلې د ځان سره ساتل شویو لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې محمد نبي یې هم له ځان سره ساتلی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پي ایس ایل ۷م لپاره کراچۍ کنګز د دغه لوبډلې کپتان بابر اعظم او عماد وسیم په پلاټینیم کټګورۍ کې له ځان سره ساتلي دي.

همدا راز محمد نبي او محمد عامر بیا په ډایمنډ کټګورۍ کې له ځان سره ساتلي دي. په ګولډ کټګورۍ کې بیا کلارک، شرجیل خان، عامر یامین او محمد الیاس دغه لوبډلې له ځان سره ساتلي دي.

یاده دې وي چې د پاکستان سوپر لیګ لپاره چې د کومو لوبډلو نومونه د ډرافټ په لیسټ کې اعلان شوي و، په هغه لیسټ کې بیا د محمد نبي نوم نه و، ځکه هغه خپلې لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ د ۷م پړاو سیالیو پیل د جنورۍ په ۲۷مه نېټه کېږي، د دغه سیالیو ۱۵ لوبې په کراچۍ او ۱۹ لوبې په لاهور کې ترسره کېږي.

د پاکستان سوپر لیګ د پیل لوبه به د ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا راز د جنورۍ په ۲۸مه نېټه به د کوټې ګلیډیټرز او پېښور زلمي لوبډلې یو بل سره مخامخ شي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …