کورپاڼه / کرکټ / سرفراز احمد: تر اوسه خو ځوان یم او پوره هڅه هم کوم

سرفراز احمد: تر اوسه خو ځوان یم او پوره هڅه هم کوم

د پاکستان کرکټ پخوانی او د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې اوسنی لوبډلمشر سرفراز احمد وایي، چې تر اوسه خو ځوان یم، پوره هڅه کوم او د رتلونکې لپاره باوري هم یم.

سرفراز احمد، چې د ویسټ انډیز وړاندې له لوبلړۍ څخه بهر شو او ډېر وخت په لوبډله کې په منظم ډول نه لوبېږي، څو ورځې وړاندې له خپل کرکټ بورډ څخه ګیله من و.

خو اوس نوموړي له رسنیو سره په خبرو ویلي چې زه خپه نه یم بلکې خوشحاله یم، په ژوند کې خوښي او خپګان راځي، زما ټول پام راتلونکې پي ایس اېل ته دی.

هغه زیاتوي چې لوبډلې ته د شاهد افریدي په راتګ خوښ دی او وایي په دې سره به یې لوبډله نوره هم پیاوړې شي او زیاتوي چې افریدی د تجربه کار لوبغاړي په توګه تل زما رهنمایي کړې.

سرفراز احمد همدا راز ویلي دي چې د ویسټ انډیز موجوده لوبډله، چې د پاکستان په سفر راغلې، باید کمزوره ونه ګڼل شي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …