کورپاڼه / جالب / آیا په دې تصویر کې موجود لوبغاړي پېژنئ؟

آیا په دې تصویر کې موجود لوبغاړي پېژنئ؟

د هند کرکټ پخواني اف سپینر هربجن سینګ پر خپله ټولنیزه رسنۍ دا تصویر پورته کړی او ورسره یې لیکلي چې آیا دا لوبغاړي پېژنئ.

هربجن سینګ پر ټویټر دا پخوانی تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې که مو وپېژندل نو منم مو او ترڅنګ یې ورسره لیکلي چې دا عکس د ۱۹۹۸ کال د نولس کلنو له عمره لوبغاړو نړیوال جام دی.

د هربجن سینګ له لورې په خپور شوي عکس کې لېدل کېږي، چې د عکس په منځ کې پخپله نوموړی دی او ښي اړخ ته یې پاکستان لوبغاړی حسن رضا دی او کیڼ لوري ته یې د سویلي افریقا مشهور لیګ سپینر عمران طاهر دی.

د یادونې وړ ده چې هربجن سینګ د ټیسټ کرکټ په لوبېز ژوند کې ۱۰۳ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۴۱۷ ویکټې ترلاسه کړي.

پاکستانی لوبغاوی حسن رضا هغه لوبغاړی دی چې په کم عمرۍ کې یې نړیوال کرکټ پیل کړی، نوموړی توپ وهونکی و او په ۱۴ کلنۍ کې نړیوال کرکټ پیل کړ.

بل لوري ته عمران طاهر پخپل ټیسټ کیریر کې ۲۰ لوبې کړي، چې په دې لوبو کې یې ۵۷ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

د نیوزیلېنډ او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ لغوه شوه

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې راتلونکی سفر، چې اسټرالیا ته یې لري، د کورونا د محدودیتونو …