کورپاڼه / بېلا بېل / د خوب هغه طریقه چې تخلیقي وړتیا مو زیاتوي

د خوب هغه طریقه چې تخلیقي وړتیا مو زیاتوي

د خوب یوه داسې طریقه هم شته، چې د هنرمندانو او ساینسپوهانو لخوا تجربه شوې، دا طریقه له رابیدارېدو وروسته تخلیقي وړتیاوې زیاتوي او په مرسته یې کولی شو چې په ښه ډول کار وکړو.

د خوب دا طریقه د توماس ایلو اډیسن په څیر اختراع کونکي او د سلواډور ډیلي په څیر هنرمندانو کارولې ده. په دې طریقه کې د خوب په ځانګړي موقع به راپاڅېږې او خپل تخلیقي کار به کوې، ځکه چې دا وخت ذهن بیدار وي.

تر دې اډیسن او نورو کارپوهانو به په لاسونو کې فلزي توپ او کاچوغه نېوله، ترڅو په ژور خوب سره یې له لاس ولوېږي او ویښ شي. هو! د خوب په دې تخلیقي طریقه کې تاسې باید د څو دقیقو له خواږه او ژور خوب وروسته پاڅئ او په دې توګه به مو خلاقیت اوج کې وي.

ارواپوهان د خوب دې مرحلې ته د هایپناګیا نوم ورکوي، دا مرحله له ژور خوب ته له ورتلو څو دقیقې مخکې واقع کیږي. اروپوهان دا مرحله د تخلیقی پروسې لپاره غوره فرصت بولي.

زموږ د خوب پنځه سلنه دورانیه هایپناګیا مرحله لري، خو دا یوازې د شپې خوب پرمهال وي، په دې مرحله کې انسان په مړاوي حالت کې وي، ژور خوب په راتلو وي خو ځینې رنګونه، ځینې خوبونه او شکلونه هم په دې مرحله کې څرګندېږي او بهرنی غږ اورېدلی شي او همدا مرحله د کار مرحله وي، پاڅئ او خپل تخلیقي کار وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …