کورپاڼه / هنر او کلتور / د دلیپ کمار کلیزه: لومړی ځل دی چې سایره بانو ۱۱ دسمبر د دلیپ کمار پرته تېروي
دلیپ کمار او سایره بانو

د دلیپ کمار کلیزه: لومړی ځل دی چې سایره بانو ۱۱ دسمبر د دلیپ کمار پرته تېروي

د ۲۰۲۱ کال ۱۱م دسمبر به لومړی ځل وي چې سایره بانو یې د دلیپ کمار پرته تېروي. د هندي سینما د دې مشهورې جوړې واده په ۱۹۶۷ کال کې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه شوی و او دوی بیا شاوخوا ۵۴ کاله یو ځای تېر کړل. د واده پر مهال د سایره بانو عمر ۲۲ کاله او د دلیپ کمار عمر ۴۴ کاله و.

د دلیپ کمار او سایره بانو د مینې کیسه هم د مینې یو ځانله داستان دی، دوی د ممبۍ په پالي هل سیمه کې اوسېدل، چې په هندي سینما کې غه ځای له لسیزو راهیسې یو سپېڅلی مقام ترلاسه کړی و.

په دغه ځای کې به هر کال درې ځلې د کلیزې کېک پرې کېده، د دسمبر په ۱۱مه د دلیپ کمار کلیزه وه، د اګست په ۲۳مه د سایره بانو کلیزه وه او بیا د اکتوبر په ۱۱مه د دواړو د واده کلیزه وه.

خو د دسمبر په ۱۱مه به بیا د بالي ووډ فلمونو مشهورو هنرمندانو هم دغه ځای ته مخه کوله او د هندي سینما د دې افسانوي اداکار کلیزه به یې ګډه لمانځله، دا خلکو د اداکارۍ یوه اکاډمي ګڼله، دلیپ کمار ته چې کوم درناوی، عزت او مقام په هندي سینما کې ورکول کېده، هغه ښايي په ګرانه د چا په برخه شي.

خو دا لومړی ځل دی چې د دسمبر په ۱۱مه نېټه سایره بانو خپه او یوازې ده، په پالي هل کې له څو ورځو راهیسې د قرآن کریم ختم روان دی، دلته به د دلیپ کمار (یوسف خان) په ژوند هم د جمعې په ورځ د قرآن کریم ختم کېده، چې د نږدې مدرسې څخه به حافظان راتلل او په اوچت غږ به یې تلاوت کاوه.

دلیپ کمار یا یوسف خان چې په پېښور کې زېږېدلی و، د روان کال د جولای په ۷مه نېټه یې خپل روح حق ته وسپاره، هغه په سانتا کروز هدیره کې خښ دی، چېرته چې محمد رفیع، مدهو بالا، مینا کماري، مجروح سلطان پوري او کی اصف هم خښ دي.

سایره بانو په دې ډېره خوشحاله ده، چې د دلیپ کمار قبر د هغه د زوی قبر سره جوخت دی، دا د دوی یوازینی زوی و چې مړ پېدا شوی و، دوی نور اولادونه نه لرل، سایره بانو یو ځل د خپل دغه زوي په اړه ویل، چې هغه بېخي د شاه رخ خان په څېر ښکاره کېده.

دلیپ کمار او سایره بانو به شاه رخ خان ته خپل زوی ویل او هغه به یې د زوي په څېر ګڼه، شاه رخ خان هم دوی ته د یو زوي په څېر مینه ورکوله او دواړه یې لکه د خپل مور و پلار په څېر ګڼل.

سایره بانو چې یو وخت ورسره له دې امله دلیپ کمار په فلم کې کار نه کولو، چې هغه ماشومه ده، وروسته بیا سایره بانو او د هغه ترمنځ مینه پیل شوه او دواړو واده وکړ، سایره بانو د دلیپ کمار سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې وه او د هغه هر خدمت ته ولاړه وه، د دوی مینه د نورو خلکو لپاره یوه بېلګه وه چې د ژوند تر پای پورې وه.

نن چې د دليپ کمار یا د پېښور یوسف خان د زېږېدو کلیزه ده، د دلیپ کمار مینه وال د هغه په یاد په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټونه کوي او د هغه یادونه شریکوي.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …