کورپاڼه / تجارتي ليګونه / هوبارټ د سېکسرز لوبډلې په ۴۴ منډو ماتې ورکړه

هوبارټ د سېکسرز لوبډلې په ۴۴ منډو ماتې ورکړه

د بیګ باش اتمه لوبه کې هوبارټ هوریکنز لوبډلې د سېډني سېکسرز لوبډلې ته د ډي اېل میتود له مخې په ۴۴ منډو ماتې ورکړه.

د بیګ باش لیګ ۸مه لوبه د هوبارټ هوریکنز او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې هوبارټ پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

هوبارټ هوریکنز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې، د دوی له لورې میتیو وایډ ۹۳، ډي ارکي شارټ ۷۳ او کلب جیول ۴۲ زیاتې منډې وکړې.

د سېډني سېکسرز له لوري ټام کرن او کریس جورډن ښه توپ اچونه وکړه، دواړو ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د باران له امله سېډني سېکسرز ته په ۱۸ اورونو کې د ۱۹۶ منډو هدف وټاکل شو، چې په ځواب کې ۱۵۱ منډې وکړې او په ۴۴ منډو یې لوبه وبایلله.

د سیډني سېکسرز له لوري جوش فلیپ ۷۲، جیمس وینس ۲۶ او موسیس هینریکس هم ۲۶ زیاتې منډې وکړې. د هوبارټ هوریکنز لخوا جویل پریس ۳ او ناتن ایلس ۱ ویکټ واخیسته.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …