کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د لنکا لیګ ۱۰مه لوبه د نور احمد لکڼوال لوبډلې وبایلله

د لنکا لیګ ۱۰مه لوبه د نور احمد لکڼوال لوبډلې وبایلله

د لنکا لیګ لسمه لوبه کې نور احمد لکڼوال په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې، کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه او لوبه یې هم وبایلله.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۱۰مه لوبه د ګال ګلیډیټرز او کینډي واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ګلیډیټرز وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

ګال ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې کوشال مینډیس ۴۴ او سمېټ پټېل ۳۶* تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کینډي واریرز لخوا کامینډو مینډیس ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز نمیش ویموکتي او شیراز احمد ۲-۲ ویکټ واخیسته.

کینډي واریرز لوبډلې د ۱۲۸ منډو هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په زیان پوره کړ او ګال ګلیډیټرز ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د ګال ګلیډیټرز لخوا چاریت اسلانکا ۲۱، روي بوپاره ۳۴ او ټام موریس ۲۸ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د ګال ګلیډیټرز لخوا سمېت پټېلل ۲، نوان توشیرا، دننجایا لکشمن او محمد عامر ۱-۱ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …