خپلواک وېبپاڼه (١٦ دسمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو ستورى سلمان خان د خپل راروان فلم (رادهى) لپاره ډېر زيات فکرمند دى او نه غواړي چې د دغه فلم کومه خبره رسنيو ته ورسېږي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، سلمان خان د خپل راروان فلم (رادهى) لپاره ١٥ سخت اصول جوړ کړي دي، چې په دغه اصولو به هر هغه کس چې له دغه فلم سره تړلى دى او د فلم د ثبت پر مهال به هلته وي، عمل کوي.
راپورونه وايي، چې سلمان خان نه غواړي چې د (رادهى) فلم په تړاو کومه خبره رسنيو ته لاړه شي. همدا لامل دى چې هغه يو او دوه نه، بلکې پوره ١٥ مادييز قانون جوړ کړى دى، چې د هغې تر مخه، د ثبت پر مهال هېڅوک بايد کثافات جوړ نه کړي، د ثبت پر مهال بايد هېڅوک انځور وانه خلي، همدا راز نورو کسانو سره بايد په بده لهجه کې خبرې ونه کړي او د ثبت پر مهال بايد يو کورنى ماحول جوړ کړي.
سلمان خان دا هم وايي، چې په د ثبت پر مهال چې کوم نوي کسان دي يا په لومړي ځل فلم کې کار کوي، په هغوى پسې دې ټوکې نه کېږي بلکې له هغوى سره دې مرسته وشي او د ثبت پر مهال دې هر څه ډېر منظم مخ ته ولاړ شي.
د دغه فلم ثبت اوس مهال د هند په باندرا کې په محبوب سټوډيو کې روان دى او دغه ځاى کې سلمان خان دغه ټول اصول هم عملي کړي دي. د يادولو ده چې د سلمان خان د (رادهى) فلم لارښود يا ډايريکټر نامتو فلم جوړونکى پربوديوا دى.
بل لوري ته سلمان خان له رسنيو سره د خپل نوي فلم (دبنګ ٣) د ٧ کاله وروسته جوړولو په اړه ويلي دي، چې د دوى د فلم ښځينه رول لوبونکې ټرېننګ روان و. د يادولو ده چې په دغه فلم کې د سلمان خان سره د مهېش منجريکر لور ساى منجريکر فلمي نړۍ ته راروانه ده.
دغه فلم چې ارباز خان يې لارښود يا جوړونکى دى، وايي چې له سلمان خان سره کار کول اسانه کار نه دى، ځکه هغه به تل په کيسه يا سکرپټ کې دې ته راضي کاوه چې په صحنو کې بدلون راولي. د يادولو ده چې ارباز خان د سلمان خان کشر ورور دى.