کورپاڼه / اسلام / د ماسخوتن له لمانځه مخکې د څلور رکعته لمونځ حکم

د ماسخوتن له لمانځه مخکې د څلور رکعته لمونځ حکم

لمونځ د اسلام دویم ستر رکن دی، چې په احادیثو ورته د دین ستن ویل شوې او د بدني عباداتو غوره عبادت هم ګڼل شوی او د مسلمان او کافر ترمنځ توپیر هم په لمونځ سره شوی.

همدا راز نفلي لمونځ هم خورا زیات ثواب لري او د قضا شویو لمونځونو د راګرځولو لپاره یې خلک کوي، خو پوښتنه داده چې د ماسخوتن له لمانځه وړاندې د څلور رکعته لمونځ حکم څه دی؟

په یو حدیث شریف مې اورېدلي، چې دا څلور رکعته د تهجد هومره ثواب لري؟ ځواب: په حنفي متون کې د ماسخوتن له لمانځه وړاندې څلور رکعته لمونځ مستحب ګڼل شوی دی.

ځکه د دې څلور رکعته لمونځ کول ښه وي او د اجر سبب کېږي او کوم حدیث حواله چې پورته ورکړل شوه، چې له ماسخوتن لمانځه وړاندې څلور رکعته لمونځ د تهجد هومره ثواب لري.

دا روایت د سنن سعید بن منصور دی، چې په ډېرو کتابونو کې ذکر شوی، خو دا په هیڅ کتاب کې مشته چې دا فضلیت د ماسخوتن له لمانځه وړاندې څلور رکعته سنتو کې دی، بلکې په هغې دا فضلیت د ماسپښین له لمونځ وړاندې څلور رکعتونو په اړه دی.(معارف السنن ۴/۱۲۰۔ تحقيق اربع قبل العشاء، ط: مجلس الدعوۃ والتحقيق الاسلامي)

دا هم ولولئ

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت ته د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او …