کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کراچۍ کنګز لوبډله د حضرت الله ځاځي اخیستل غواړي؟
حضرت الله ځاځی

د کراچۍ کنګز لوبډله د حضرت الله ځاځي اخیستل غواړي؟

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو سیالیو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې د ځینو لوبغاړو عکسونه خپاره کړي دي، چې پکې د حضرت الله ځاځي عکس هم دی.

له دې عکس څخه داسې ښکاري، چې د کراچۍ کنګز لوبډله دې ته لېواله ده چې د راتلونکي پړاو سیالیو لپاره چټک افغان توپوهونکی حضرت الله ځاځی په خپله لوبډله کې واخلي.

د کراچۍ کنګز لوبډلې په خپله فېسبوکپاڼو کې له مینه والو څخه پوښتنه کړې ده، چې دوی په ډایمنډ کټګورۍ کې کوم لوبغاړی واخلي؟ چې د جیمس فولکنر، حضرت الله ځاځي او فابین الین نومونه او عکسونه یې ورکړي دي.

په تبصرو کې په سلګونو کسانو ترې د بېلا بېلو لوبغاړو د اخیستو غوښتنه کړې ده او زیاتو کسانو ورته د حضرت الله ځاځي یادونه هم کړې ده چې له خپلې لوبډلې سره دې یې یو ځای کړي.

د یادولو وړ ده چې حضرت الله ځاځي د پاکستان سوپر لیګ په تېر پړاو کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبېدلی او ښه ځلېدلی و، خو یادې لوبډلې له ځان سره نه دی ساتلی.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …