کورپاڼه / خپلواک / په ١٠٠٠ ميليونه روپيو جوړ شوى فلم (پاني پت) ناکامه شو
پاني پت

په ١٠٠٠ ميليونه روپيو جوړ شوى فلم (پاني پت) ناکامه شو

خپلواک وېبپاڼه (١٦ دسمبر ٢٠١٩): د پاني پت په دريمه تاريخي جګړه جوړ شوى هندى فلم چې زر ميليونه هندي کلدارې مصرف پرې راغلى و، تراوسه پورې ٢٦٠ ميليونه هندي روپۍ کړي دي او د هند فلمي کره کتونکي وايي، چې دا تاريخي فلم له تاريخي ناکامۍ سره مخ شو.

دغه فلم چې نه يوازې د هند خلک ورته ډېر په تمه و، بلکې افغانان هم ورته له دې امله په تمه و، چې د پاني پت په دريمه جګړه کې افغانانو د احمد شاه بابا په مشرۍ کې د مراټيانو ستر پوځ ته ماته ورکړې وه او دغه تاريخي جګړه يې په خپل نوم کړې وه.

په دغه فلم ډېرى افغانانو غبرګون هم ښکاره کړى و، چې ويل کېدل په دغه فلم کې احمد شاه بابا ته سپکاوى شوى دى، که څه هم په دغه فلم کې د پاني پت تاريخي جګړه هم د افغانانو په بريا ښودل شوې ده، خو د تاريخ پوهانو په وينا، په فلم کې يو شمېر تاريخي تېروتنې شته دى، چې ښايي قصداً شوي وي او يا هم فلم جوړونکي ترې ناخبره وي.

دغه تاريخي او ګرانبيه فلم چې د دسمبر په ٦مه نېټه نندارې ته وړاندې شوى و، په لومړۍ ورځ يې تر ٤٠ ميليونه زياتې هندۍ کلدارې وګټلې او له لومړۍ ورځې خلکو وويل، چې دغه فلم به يو ناکامه فلم وي.

دغه فلم چې په ١٠٠٠ ميليونه هندي کلدارو جوړ شوى و، تراوسه پورې ٢٦٠ ميليونه هندي کلدارې ګټلي دي او د هندي سينما کره کتونکي وايي، چې که روانه اونۍ هم دغه فلم ډېره خواري وکړي، نو ٣٠٠ ميليونو پورې به لاړ شي، خو تر دغه يې ډېر د مخکې تګ ګران دى.

دغه فلم چې اشوتوش ګواريکر جوړ کړى دى، په لومړي ځل پکې سنجى دت او ارجن کپور يو ځاى کار کړى دى. سنجي دت په دغه فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبولى دى، همدا راز ارجن کپور بيا د سدا شيو راو باو او کريتي سنن د هغه د مېرمنې پاروتي په رول کې راڅرګنده شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …