کورپاڼه / بېلا بېل / دوبۍ د نړۍ یو بل ځانګړی ویاړ هم ترلاسه کړ

دوبۍ د نړۍ یو بل ځانګړی ویاړ هم ترلاسه کړ

دوبۍ د نړۍ یو بل ځانګړی ویاړ هم ترلاسه کړ. د دوبۍ حکومت لومړي حکومت شو چې په ادارو کې به یې کاغذ نه استعمالېږي بلکې هر کار به ډیجیټل ترسره کوي.

د معلوماتو له مخې، د دوبۍ په ټولو دولتي ادارو کې د کاغذ استعمال ختمېږي او په همدې اساس د نړۍ لومړی حکومت شو، چې دا ځانګړی ویاړ ترلاسه کوي.

دوبۍ په دولتي ادارو کې د کاغذ ختمولو پیل له ۲۰۱۸ کال راهیسې کړی و، خو نن د دوبۍ ولیعهد شیخ حمدان بن محمد بن راشد ال مکتوم د کاغذ ختمولو اعلان وکړ.

نوموړي په ټویټر ویلي چې په راتلونکو پنځه لسیزو کې به دوبۍ ژوند په بشپړ ډول ډیجیټل شي او په ۴۵ دولتي ادارو کې به د کاعذ د استعمال په ترک کولو سره د کاغد لګښت کې ۳۳۶ میلونو څخه زیات کم شي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې سره ۱.۳ میلیارده درهم بچت شي او کارمندانو به ۱۴ میلونه ساعت وخت بچت کړي. د دوبۍ اوسیدونکي اوس ټول خدمتونو د ناو په نوم له اپلیکیشن ترلاسه کولی شي، چې په هغې ۱۲ کټګورۍ او ۱۳۰ سمارټ ښاري خدمتونه شامل دي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …