کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان په (تبلیغیانو) بندېز ولګاوه
تبلیغیان

سعودي عربستان په (تبلیغیانو) بندېز ولګاوه

د سعودي عربستان حکومت په تبلیغیانو باندې په خپل هېواد کې بندېز لګولی دی او ادارو ته یې امر کړی دی، چې تبلیغي جماعت یا تبلیغیان په دغه هېواد کې پرې نه ږدي.

د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت په دې اړه په ټویټر کې هم اعلان کړی دی او ویلي یې دي، چې د (تبليغي او دعوه) ډلو ته په سعودي عربستان کې د داخلېدو اجازه نشته.

دغه وزارت یادې ډلې له مذهبي څخه زیاتې خطرناکې ګڼلي دي او په ټولنه کې یې د دوی د ناوړه اغېز په اړه خلک خبر کړي دي، چې نور به سعودي عربستان ته ورنشي.

د یادولو وړ ده چې د تبلیغیانو ډله د پاکستان د پنجاب ایالت څخه پیل شوې ده، چې د پاکستان په ګډون اوس په افغانستان کې هم د تبلیغیانو ډله زیاته شوې ده او دلته هر کال په یو شمېر ولایتونو کې لویې غونډې هم کوي.

خو د تبلیغ مرکز بیا د پنجاب رایونډ یادېږي، چې له لسیزو راهیسې په رایونډ کې د تبلیغیانو لویې اجتماعګانې کېږي او د افغانستان او نورو هېوادونو څخه هم خلک دغه اجتماعګانو کې ګډون کوي.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …