کورپاڼه / کرکټ / انګلستان کرکټ لوبډلې یو بل تاوان هم وکړ

انګلستان کرکټ لوبډلې یو بل تاوان هم وکړ

د انګلستان کرکټ لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې د ایشیز لوبلړۍ په لومړۍ کې په ټاکلي وخت د اورونه په نه ترسراوي د د نړیوالې لوبې سل سلنه جریمه شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا پخپل وخت د اورونو په نه ترسره کولو له انګلستان لوبډلې د ټیسټ اتلولیو سیالیو پنځه نومرې هم کمې کړې.

د لوبې ریفري ډیویډ بون وایي، چې انګلستان په ټاکلي وخت شویو کې ټول اورونه بشپړ نشو کړای، بلکې پنځه اورونه یې کم کړي و، چې په همدې سبب دا لوبډله جریمه شوه.

د جریمې په نظر کې د نېولو سره د لوبډلې له ټولو لوبغاړو ۱۰۰ سلنه فیس کټ کېږي. دا په روان کال کې دویم ځل دی چې انګلستان له دا ډول سزا سره مخ کېږي، له دې وړاندې د اګست په میاشت کې د هند پر وړاندې ترې دوه نومرې کټ شوې وې او جریمه هم پرې لګول شوې وه.

سربېره پر دې د کرکټ نړیوالې شورا د اسټرالیا پر لوبغاړي ټریوس هیډ باندې هم ۱۵ سلنه جریمه کېښود. نوموړي د بین سټوکس پر وړاندې بد اخلاقي کړې وه.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …