کورپاڼه / خپلواک / رنوير سينګ په (جېيش بهايي زوردار) فلم کې راروان دى
رنوير سينګ

رنوير سينګ په (جېيش بهايي زوردار) فلم کې راروان دى

خپلواک وېبپاڼه (١٦ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستورى رنوير سينګ د خپلې ښې اداکارۍ او په زړه پورې فلمونو له لامله ډېر پېژندل کېږي، هغه دا ځل په (جېيش بهايي زوردار) فلم کې راروان دى، چې د دغه فلم لومړنى انځور يې خپور کړى دى.

د دغه فلم په لومړي پوسټر يا انځور کې د هغه پېژندل اسانه نه دي، په دغه فلم کې رنوير سينګ د هند د ګجرات د يو ځوان رول لوبوي. هسې خو د دغه فلم لومړنى انځور يا پوسټر ډېر په زړه پورې ده، خو د دغه انځور له خپرولو سره سم د هغه مينه والو په دغه انځور کې يوه تېروتنه هم نيولې ده.

د رنوير سينګ راروان فلم (جېيش بهايي زوردار) لومړنى انځور کې تېروتنه دا ده، چې دا پوسټر د کنګنا رناوت د فلم (تنو ويډز منو ريټرنز) انځور ته ورته دى او له همدې امله فلمي مينه وال دغه دواړه انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي او نيوکې پرې کوي.

د رنوير سينګ د راروان فلم په دغه پوسټر کې ښکاري، چې هغه مخکې ولاړ دى او تر شا يې ښځې ولاړې دي چې پلو يې په مخونو خور دى، همدا راز د کنګنا رناوت د فلم پوسټر هم همدغه ډول دى، چې شاته يې ښځې ولاړ او پلو يې په مخ اچولى دى.

تنو ويډز منو او جويش بهايي جان

د يادولو ده چې د رنوير سينګ دا راروان فلم (جېيش بهايي زوردار) به د هغه د بل فلم (٨٣) د نندارې ته وړاندې کېدو نه وروسته نندارې ته وړاندې کېږي، په دغه فلم کې رنوير سينګ د کپيل ديو رول لوبوي او دا فلم د ١٩٨٣ نړيوال جام په تړاو جوړېږي.

د جېيش بهايي زوردار لارښود يا ډايريکټر ديويانګ ټکر دى او د دې فلم پروډيوسر بيا منېش شرما دى. دا فلم يو مزاحيه يا کامېډي فلم دى چې په ٢٠٢٠ کال کې به نندارې ته وړاندې کېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …