کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې په خلکو ځان وهي خو د وهنې فیس هم غواړي

هغه شخص چې په خلکو ځان وهي خو د وهنې فیس هم غواړي

کله چې د رزق ګټلو خبره کېږي نو د ځان ساتنې شل او زر لارې چارې هم په ذهن کې پیدا کېږي، خو په ترکیه کې یو داسې شخص هم شته چې له نورو څخه په وهلو ځانته رزق کړي.

د رسنیو د راپور له مخې، دا شخص په ترکیه کې اوسېږي، حسن رضا نومېږی او لومړی روزونکی یا کوچ دی چې نورو ته اجازه وکړي، ترڅو هغه ووهي خو په بدل کې یې پیسې اخلي.

حسن رضا له (هیومن پنچنګ بیګ) فلم څخه په اغېز دا کار په ۲۰۱۰ کال پیل کړ او له هماغه وخت راهیسې له نورو څخه په وهلو پیسې ترلاسه کوي. نوموړي حس کړه چې په نړۍ ډېر شمېر خلک د خپګان او ذهني فشار ختمولو لپاره له بېلابېلو طریقو کار اخلي، خو ځینې د نورو د وهلو عادت هم لري.

حسن رضا چې کله د خلکو په عادت پوه شو، نو دا حیرانوونکی دا کاروبار یې پیل کړ، ترڅو خلک د خپل خپګان او ذهني فشار د ختمولو لپاره هغه ووهي خو په بدل کې به یې فیس ورکوي.

حسن رضا وایي، اوس غواړي په دې برخه کې شاګردان وروزي، ترڅو هغوی دا کار غوره کړي او دست کشي په لاس کړي، ځکه چې پر وینا یې هغه نور زوړ شوی او د سوک خوړلو توان نلري.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …