کورپاڼه / جالب / ((انوشکا ته طلاق ورکړه او ماسره واده وکړه، لوښي درباندې نه وینځم))
انوشکا شرما او ویراټ کوهلي

((انوشکا ته طلاق ورکړه او ماسره واده وکړه، لوښي درباندې نه وینځم))

د هند کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ویراټ کوهلي ته د هغې یوې مینه والې په جالب ډول د واده وړاندیز کړی دی.

تېره ورځ د ویراټ کوهلي او انوشکا شرما د واده څلورمه کلیزه وه، چې ویراټ کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ځینې عکسونه خپاره کړي و او د خپلې مېرمنې لپاره یې له مینې ډک پېغام هم لیکلی و.

خو د هند د مهاراشټر ایالت یوې اوسېدونکې او د ویراټ کوهلي مینه والې بیا ویراټ کوهلي ته د واده لپاره جالب وړاندیز وکړ، چې د خلکو پام یې خپل کړ.

د ادیتي په نوم دغه نجلۍ د ویراټ کوهلي او انوشکا شرما یو ګډ عکس په ټویټر کې خپور کړی دی، چې دواړه په پخلنځي کې ولاړ دي، د ویراټ کوهلي په لاس کې د لوښو وینځلي صابون دی او داسې ښکاري چې لوښي وینځي.


ادیتي د دغه عکس سره ویراټ کوهلي ته په خپل پېغام کې لیکلي دي، چې انوشکا ته طلاق ورکړه او ماسره واده وکړه، زه به په تا باندې لوښي نه وینځم.

د یادولو وړ ده چې ویراټ کوهلي مخکښ کرکټر او انوشکا شرما د هندي سینما مخکښه اداکاره ده، دواړه یوه لور هم لري.

دا هم ولولئ

د بنګله دېش غوره لیګ لومړۍ لوبه باریسال لوبډلې وګټله

د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو په دوام د چتګرام چیلنجرز او فورتون باریسال ترمنځ …