کورپاڼه / تجارتي ليګونه / جاوېد اپریدي حضرت الله ځاځي ته: پخېر راغلې ځاځي جانه
حضرت الله ځاځی

جاوېد اپریدي حضرت الله ځاځي ته: پخېر راغلې ځاځي جانه

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره د پېښور زلمي د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی په پلاټینیم کټګورۍ کې اخیستی دی.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي هم حضرت الله ځاځي ته هرکلی ویلي دي او د هغه له اخیستو وروسته یې په ټویټر کې یو ټویټ کړی دی.

جاوید اپریدي په خپل ټویټ کې حضرت الله ځاځی مینشن کړی دی او ورته یې لیکلي دي: ((پخېر راغلې ځاځي جانه!.)) حضرت الله ځاځي هم د هغه ټویټ ریټویټ کړی دی او مننه یې ترې کړې ده.


همدا راز حضرت الله ځاځي بیا په خپله فېسبوکپاڼه کې هم خپل یو عکس خپور کړی دی او په دې یې خوشحالي څرګنده کړې ده چې د پېښور زلمي لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ په تېر پړاو کې حضرت الله ځاځی د پېښور زلمي لوبډلې له خوا په نیمايي کې اخیستل شوی و، چې هغه په وروستیو لوبو کې د پېښور زلمي لپاره ډېره ښه لوبه ترسره کړې وه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …