کورپاڼه / خبرونه / پي ایس ایل: نور احمد لکڼوال هم د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې واخیست

پي ایس ایل: نور احمد لکڼوال هم د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې واخیست

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو (۲۰۲۲) کال سیالیو لپاره همدا مهال د ډرافټ سیالۍ روانې دي، چې د افغانستان ورو توپ اچونکی نور احمد پکې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې واخیست.

نور احمد د کویټه ګلیډیترز لوبډلې په سېلور کټګوري کې واخیست، نوموړی د پي ایس اېل په تېر پړاو سیالیو کې د کراچۍ کینګز لوبډلې سره لوبېده.

١٦ کلن نور احمد لکڼوال چې تراوسه پورې يې د افغانستان لپاره کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې، خو بيا هم په تجارتي ليګونو کې يې د لوبډلو پام ځان ته اړولى دى.

نور احمد په پي ايس ايل کې په د دویم ځل لپاره لوبېږي، خو دا کابو پنځم بهرنی تجارتي ليګ دى، چې هغه پکې اخيستل شوى دى.

تر دې مخکې نوموړى په کارابين پريمير ليګ، بيګ باش، ټي ١٠ ليګ او لنکا لیګ کې کې هم اخيستل شوى و، خو کرابین ته د ویزې د ستونزې له امله ونه لوبېده.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …