کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د لنکا ۱۲مه لوبه د رحمان الله ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا ۱۲مه لوبه د رحمان الله ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ ۱۲مه لوبه کې د رحمان الله ګربز لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا ترلاسه کړه، خو ګربز یې پکې ونه لوباوه.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۱۲مه لوبه د کینډي واریرز او جافنا کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه جافنا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

دا لوبه د باران له امله ۱۲.۲ اورونو ته راښکته شوې وه، چې کینډي واریرز پکې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۹۴ منډې وکړې، د دوی له لورې چاریت اسلانکا ۴۴، احمد شهزاد ۲۲ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د جافنا کینګز لخوا وهاب ریاض او شعیب ملک ۱-۱ ویکټ واخیسته.

جافنا کینګز لوبډلې د ۹۵ منډو هدف د ۳ لوبغاړو په زیان ۸.۴ اورونو کې پوره کړ او کینډي واریرز ته یې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د جافنا کینګز لخوا اویشکا فرناندو ۲۳ او تیسرا پریرا ۲۹* تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د کینډي واریرز لخوا سچاندو کولمبوج، بینورا فرناندو او نمیش نیموکتي ۱-۱ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …