کورپاڼه / روغتيا / د وریژو اوبه څښل پنځه حیرانوونکې ګټې لري

د وریژو اوبه څښل پنځه حیرانوونکې ګټې لري

هغه خلک چې د وریژو خوړلو شوق لري، ښایي په دې نه وي پوه چې د وریژو ایشول شوې اوبه د ډېرو روغتیایي ستونزو په هواري کې مرسته کوي. دا اوبه د قبضیت مخنیوی کوي او د پوستکي او ویښتانو ستونزې هم حل کوي.

د وینې فشار لپاره: د ورېژو اوبه څښل د وینې جریان ښه کوي او په دې سره د ټیټ فشار ستونزې حل مومي خو باید مالګه پکې واچول شي.

په مناسبه اندازه کاربوهایډریټ لري: د وریژو اوبه د انرژۍ په ډول کار کوي او په برابره اندازه کاربوهایډریټ لري چې د روغتیا لپاره ګټور وي، که په دې اوبو کې مالګه او تور مرچ واچول شي نو ډېره ګټه به ولري.

د هضم لپاره: د ورېژو اوبه د هاضمې سیستم لپاره هم ګټور وي، دا اوبه په ډېره اندازه فایبر لري، چې استعمال یې د بدهضمۍ ستونزې ختموي.

سټریا لېرې کوي: د وریژو په ایشول شویو اوبو کې ویټامین بي، ویټامین سي او ویټامین سي شتون لري، چې دا ویټامین ستړیا لېرې کوي او بدن ته ځواب ورکوي، د بدن اوبه پوره کوي او په تبه کې د درملو په توګه کار کوي.

د ویښتانو ستونزې: د وریژو د اوبو یوه بله ګټه داده چې دا د ویښتانو د توییدو ستونزه حلوي، که ویښتانو خپل رنګ له لاسه ورکړی وي یا سپین شوي وي نو د وریژو اوبه ورته ګټورې وي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …