کورپاڼه / خپلواک / د جميکا پېغله د نړۍ د (ښکلا ملکه) شوه
د نړۍ د ښکلا ملکه

د جميکا پېغله د نړۍ د (ښکلا ملکه) شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٦ دسمبر ٢٠١٩): د جميکا هېواد اوسېدونکې ٢٣ کلنې ټوني اين سينګ د ٢٠١٩ د نړۍ د ښکلا جايزه (مس ورلډ) ترلاسه او تاج ور په سر شو.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د مس ورلډ يا د نړۍ د ښکلا ملکې مسابقه د برېتانيې په لندن ښار کې ترسره شوه، چې د ١١١ هېوادونو پېغلو پکې ګډون وکړ او په دغه پېغلو کې بيا د جميکا هېواد نجلۍ د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج په سر کړ.

د جميکا ٢٣ کلنې ټوني اين سينګ مس فرانس (د فرانس د ښکلا ملکې) او مس انډيا (د هند د ښکلا ملکې) ته ماته ورکړه او د جميکا هېواد لپاره يې په څلورم ځل د مس ورلډ يا د نړۍ د ښکلا ملکې جايزه وګټله.

ټوني اين سينګ ته د ٢٠١٩ مس ورلډ جايزې تاج د مېکسيکو پخوانۍ د ښکلا جايزې ګټونکې وينيسا پونس ورو په سر کړ.


د يادولو ده چې ټوين اين سينګ د نفسياتو او د ښځو په اړه زده کړې کړي دي او په راتلونکي کې هغه غواړي چې ډاکټره شي.

ياده دې وي چې تېرو ورځو کې د (مس يونيورس ٢٠١٩) د ٢٠١٩ کال د کاينات د ښکلا ملکې مسابقه هم ترسره شوه، چې په لومړي ځل د جنوبي افريقې تورپوستې نجلۍ زوزيبيني تونزي دغه جايزه په خپل نوم کړه.

د مس يونيورس جايزه ګټونکې ٢٦ کلنه زوزيبيني تونزي د خپل هېواد لومړنۍ تورپوستې ښځه وه، چې دغه جايزه يې واخيسته، همدا راز تر دې مخکې هم د جنوبي افريقا پېغلو دغه جايزه ګټلې وه، خو هغه ټولې سپين پوستې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …