کورپاڼه / کرکټ / ښایي د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر بېرته له لوبډلې سره یوځای شي

ښایي د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر بېرته له لوبډلې سره یوځای شي

د بنګله دېش کرکټ (بي سي بي) پخوانی لوبډلمشر مشرف مرتضی د خپلې ملي لوبډلې د سلاکار په توګه په ټاکلو فکر کوي.

د بنګه دېش کرکټ بورډ مشر نجم الحسن د مشرف مرتضی په اړه ویلي دي، پخوانی لوبډلمشر د پارلمان د غړي په توګه ډېرې بوختیاوې لري، خو که لېوالتیا لري نو له لوبډلې سره یې د سلاکار په توګه ټاکلو ته تیار یو.

نجم الحسن زیاته کړې، چې بورډ تر اوسه پورې مشرف مرتضی ته کوم وړاندیز نه دی کړی، خو وایي که چېرته مشرف مرتضی له لوبډلې سره یوځای شي، نو ښه پایله به ولري.

د یادونې وړ ده چې د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ د ټیسټ لوبې پرمهال تمیم اقبال او مشرف مرتضی له نجم الحسن سره لېدنه کړې او له نړیوال جام وړاندې هم تسکین احمد او سومیه سرکار له هغه سره لېدلي ول.

مشرف مرتضی په ۲۰۱۸ کاب د بنګله دېش سیاسي ګوند (د خلکو لیګ) په استازیتوب د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړی و او په عامه ټاکنو کې یې ۹۶ سلنه رایې ګټلې وي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …