کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ د ټولو لوبډلو نوملړ، د لوبو وخت، ځای او نور معلومات
راشد خان

د پاکستان سوپر لیګ د ټولو لوبډلو نوملړ، د لوبو وخت، ځای او نور معلومات

د پاکستان سوپر لیګ د ۲۰۲۲م کال پړاو سیالیو لپاره پرون د ډرافټ مراسم ترسره شو، چې هرې لوبډلې پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخیستل او یو ځل بیا یو شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو له خوا واخیستل شو.

په افغان لوبغاړو کې راشد خان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، نور احمد او نوین الحق د بېلا بېلو لوبډلو له خوا په بېلا بېلو کټګوریو کې اخیستل شوي دي.

اسلام اباد یونایټیډ: شاداب خان (لوبډلمشر)، اعظم خان، حسن علي، اصف علي، فهیم اشرف، الیکس هیلس، محمد وسیم، پال سټرلینګ، کولن مونرو، مرچنټ دي لانج، محمد اخلاق، ریس ټوپلي، دانش عزیز، ظفر ګوهر، مبصر خان، ذیشان ضمیر، رحمان الله ګربز او اتر محمود.

کراچۍ کنګز: بابر اعظم (لوبډلمشر)، محمد عامر، عماد وسیم، جو کلارک، عامر یامین، محمد نبي، شرجیل خان، محمد الیاس، کریس جورډن، لیویس ګریګوري، عمید اصف، ټام ابیل، روحیل نظیر، محمد عمران، فیصل اکرم، قاسم اکرم، طلحه احسن او روماریو شیفرډ.

لاهور قلندرز: سهیل اختر (لوبډلمشر)، حارث روف، راشد خان، شاهین اپریدي، محمد حفیظ، ډیویډ ویس، احمد دانیال، ذیشان اشرف، فخر زمان، عبدالله شفیق، پیل سالټ، هیري بروک، کامران غلام، ډین فوکس کرافټ، زمان خان، معاذ خان، سمیت پټیل او سید فریدون.

ملتان سلطانز: محمد رضوان (لوبډلمشر)، شاهنواز دهاني، سهیب مقصود، شان مسعود، عمران طاهر، خوشدل شاه، ریلي روسو، ټیم ډیویډ، اودین سمیت، رومان رییس، اصف اپریدي، انور علي، رومان پاویل، عمران خان، عباس اپریدي، ازمیر عظمت، بلیسنګ موزرباني او احسان الله.

پېښور زلمي: وهاب ریاض (لوبډلمشر)، شعیب ملک، ټام کوهلر کیډمور، شیرفان رودرفورډ، ثاقب محمود، لیام لیوینګسټون، حیدر علي، حسین طلعت، حضرت الله ځاځی، عثمان قادر، سلمان ارشاد، ارشد اقبال، سمین ګل، سراج الدین، محمد عامر خان، بین کټینګ او محمد حارث.

کوټه ګلیډیټرز: سرفراز احمد (لوبډلمشر)، شاهد اپریدي، جیمس وینس، افتخار احمد، محمد نواز، محمد حسنین، نسیم شاه، جیسن رای، جیمس فولکنر، عمر اکمل، سهیل تنویر، بین ډکیټ، خرم شهزاد، نوین الحق، عبدال بنګلزی، عاشر قریشي، نور احمد او احسن علي.

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو سیالۍ د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه پیلېږي او د فبرورۍ تر ۲۷مې نېټې پورې به دوام وکړي. دا سیالۍ ۶ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې ۳۴ لوبې به پکې ترسره شي.

په کومه ورځ چې یوه لوبه وي، هغه به د پاکستان په وخت ماښام ۷ بجې پیلېږي او په کومه ورځ چې دوه لوبې وي، نو لومړۍ لوبه به د ماسپښين په دوه بجو پیلېږي او دویمه لوبه به بیا د ماښام په ۷ بجو پیلیږي.

د دغه سیالیو لومړۍ ۱۵ لوبې د کراچۍ په ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې د ۳۴ زره تماشچیانو ځای لري، همدا راز پاتې ۱۹ لوبې د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د ۲۷ زره تماشچیانو ځای لري.

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …