کورپاڼه / روغتيا / د ملخوزې دانې په اوبو کې واچوئ، د شپې یې پرېږدئ او سهار یې استعمال کړئ

د ملخوزې دانې په اوبو کې واچوئ، د شپې یې پرېږدئ او سهار یې استعمال کړئ

ملخوزه یوه کوچنۍ دانه وي خو په دې دانه کې اوسپنه، ویټامین ای، ویټامین بي او ویټامین سي شامل وي. لکه څنګه چې دا ګرم اغېز لري نو امیندواره میرمنې یې باید ونه خوري خو په حیض کې ګټور تمامېږي.

له یوې اوږدې مودې راهیسې د شکر ناروغانو لپاره د درملو په توګه کارول کېږي، ځکه چې دا په وینه کې د شکر کچه کموي او د بدن توازن برابر ساتي او د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د دې لپاره ملخوزه د شپې په اوبو کې واچوئ او سهار یې په نهاره له اوبو سره وخورئ او و یې ژوئ؛ په یوه میاشت کې به مو خېټه وړه شي.

له ځوانکو څخه د ژغورنې لپاره ملخوزه ګټوره وي او د دې استعمال لپاره څلور ګیلاسه اوبو کې څلور کاچوغه ملخوزه دانه واچوئ او سهار به یې اوبه په مالوچو سره په ځوانکو ووهئ.

که چېرته غواړئ چې ویښتانو مو اوږده او ګڼ وي نو د کوپرې په تېلو کې د ملخوزې دانې واچوئ او تر درېیو اوونیو پورې همداسې کېږدئ او بیا یې په ویښتانو ووهئ. همدا راز د ښځو د بندونو درد او ملا درد ته ګټور وي او د قبض او د خېټې د ګیس ستونزې هم حلوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …