کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې د ژمي په موسم کې خپل ماشومان له زکام او نزلې وساتو؟

څنګه کولی شو چې د ژمي په موسم کې خپل ماشومان له زکام او نزلې وساتو؟

د هوا په بدلون یا د ژمي په راتګ سره د غټانو په ګډون کوچني ماشومان هم د سړې هوا او زکام په سبب ناروغېږي خو پوښتنه داده چې خپل ماشومانو څه ډول خوندي وساتو؟ د دې لپاره باید ځینې تدابیر ونېول شي ځکه د ماشوم دفاعي سیستم دومره پیاوړی نه وي چې د ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

کله چې هوا بدلون ومومي نو د ماشومانو په کوم ډاکټر یو ښه چکک یا ډراپ ولیکئ، ترڅو د شپې پرمهال یې د پوزې بندېدو په صورت کې ورته په پوزه کې واچوئ او د ساه د بندېدو له ستونزو یې وژغورئ.

د ژمي په موسم کې خپل ماشوم په ګرمو اوبو سره ولامبوئ او هڅه وکړئ چې له هوا یې خوندي وساتئ او جامې یې لمدې نه وي او کله چې ماشوم متیازې وکړي نو پمپر ورته بدل کړئ.

همدا راز یو داسې بالښت ورته کېږدئ چې سر یې لږ اوچت وي، که چېرته په ژمي کې ماشوم لامبوئ نو دمخه یې په تېلو مالش کړئ او لمر ته یې کېنوئ او مخ او د پوزې شاوخوا هم غوړ کړئ.

د دې لپاره چې ماشوم له سړو څخه وساتو نو اړینه ده چې کوټه ګرمه وساتو او دا هم اړینه ده چې په ژمي کې غټ او واړه د تپ یا بخار اخیستلو عادت خپل کړي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …