کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجیب الرحمن د ظاهر خان او نبي لوبډله ماته کړه

مجیب الرحمن د ظاهر خان او نبي لوبډله ماته کړه

د بیګ باش یولسمه لوبه کې محمد نبي ۱، ظاهر خان ۲، خو مجیب الرحمن کومه ویکټ ترلاسه نه کړه بلکې اقتصادي توپ اچونه یې وکړه او بریا یې لوبډلې خپله کړه.

د بیګ باش لیګ ۱۱مه لوبه د بریسبین هیټ او میلبورن رینګیډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې بریسبین پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

میلبورن رینګیډز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړي په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې، د دوی له لورې میکنیزي هاروي ۷۱ زیاتې منډې وکړې.

د بریسبین هیټ له لورې جیمس بزل ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳ ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز میچل سویپسن، لیم ګوتري او ژیویر برتلیت ۱-۱ ویکټ واخیسته.

بریسبین هیټ د ۱۴۱ منډو هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶.۵ اورونو کې پوره کړ او میلبورن رینګیډز ته یې په ۵ ویکټو یې ماتې ورکړه.

د بریسبین هیټ له لورې کریس لین ۳۲ او سام هیزلیټ ۴۴* زیاتې منډې وکړې. د میلبورن رینګیډز لخوا ظاهر خان ۲، محمد نبي، کین ریچاردسن او جیک فرستویګ ۱-۱ ویکټ واخیسته.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …