کورپاڼه / کرکټ / روهیت شرما د سویلي افریقا پر وړاندې له ټیسټ لوبلړۍ بهر شو

روهیت شرما د سویلي افریقا پر وړاندې له ټیسټ لوبلړۍ بهر شو

د هند کرکټ لوبډلې د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر او د ټیسټ لوبو مرستیال لوبډلمشر روهیت شرما د سویلي افریقا پر وړاندې د ټیسټ لوبلړۍ څخه بهر شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، روهیت شرما په ممبۍ کې د تمریناتو پرمهال ټپي شوي، چې په همدې سبب به د سویلي افریقا پر وړاندې په ټیسټ لوبلړۍ کې ونه لوبېږي، خو تر اوسه د هغه ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

د هند لوبډله کې ویرات کوهلي، روهیت شرما، لوکیش راهول، انجنکیا رهاني، چیتشور پوجارا، شریاس اییر، میانک اګروال، هانوما ویهاري، ریشب پنټ، وریدیمان ساها، جاینت یادیو، رویچندران اشوین، ایشانت شرما، محمد شامي، محمد سراج، شاردل ټاکور، جسپریټ او اومیش یادیو شامل دي.

هند لوبډله به د سویلي افریقا سره لومړۍ ټیسټ لوبه د دسمبر په ۲۶مه، دویمه د جنورۍ په ۳مه او درېیمه به هم د جنورۍ په ۱۱مه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې روهیت شرما د شل اوریزو په ګډون د یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر هم شو او په ټیسټ لوبو کې مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …