کورپاڼه / کرکټ / مهیلا جیوردني د سریلانکا لوبډلې مشاور روزونکی شو

مهیلا جیوردني د سریلانکا لوبډلې مشاور روزونکی شو

مهیلا جیوردنې د سریلانکا ملي لوبډلې مشاور روزونکي په توګه وټاکل شو، چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ میاشتې په پیل کې به د سریلانکا ملي لوبډلې سره یوځای شي.

مهیلا جیوردنې له دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال د نړیوال شل اوریز جام پرمهال هم د سریلانکا لوبډلې سره د مشاور روزونکې په توګه ټاکل شوی و.

مهیلا جیوردنې د سریلانکا لپاره دوه لسیزې کرکټ وکړ او ددې لوبډلې او ځان لپاره یې د منډو غر جوړ کړ. د نوموړي په لوبډلمشرۍ د سریلانکا ملي لوبډله په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کال د نړیوال جام تر پایلوبې ووت.

دغه راز هغه د آی پي اېل په لوبو کې ممبۍ انډینز لوبډلې د روزونکې په توګه هم دنده لري، چې درې ځلې یې یاده لوبډله ددې لیګ تر اتلولۍ پورې رسولې ده.

نوموړی به د ۲۰۲۲ کال تر پایه له یادې لوبډلې سره دنده پرمخ یوسي او له دې وړاندې داسې هم ویل کېدل چې هغه به د نولس کلنو لوبډلې سره هم د مشاور روزونکي په توګه وي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …