کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

پاکستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه پاکستانۍ لوبډلې په ۶۳ منډو وګټله او لوبلړۍ یې په بریا پیل کړه.

دا لوبه د پاکستان په کوربتوب په کراچۍ کې ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز لوبډلې پچه وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې وکړې، د دوی له لورې محمد رضوان ۷۸، حیدر علي ۶۸ او محمد نواز دیرش منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره رومایرو شیفرډ ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۲ ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز اودین سمېت، عقیل حسین، اوشان توماس او دومینک ډریکس ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

ویسټ انډیز لوبډلې د ۲۰۱ منډو هدف په تعقیب په ۱۹ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۷ منډې یې وکړې او په ۶۳ منډو یې ماتې وخوړه.

د ویسټ انډیز له لورې شای هوپ ۳۱، رومن پاول ۲۳، رومایرو شیفرډ ۲۱ او اودین سمیت ۲۴ منډې وکړې. د پاکستان لپاره محمد وسیم ۴، شاداب خان ۳، شاهین افریدي، محمد نواز او حارث رووف ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …