کورپاڼه / روغتيا / د شات او لېمو شربت په رښتیا هم ګټور دی؟

د شات او لېمو شربت په رښتیا هم ګټور دی؟

شات او لېمو د روغتیا له پلوه ګټور خوراکي توکي دي ځکه خو په غوره غذا کې هم حسابېږي. دا دواړه له پیړیو راهیسې د ډېرو ناروغیو لپاره د درملو په توګه استعمالېږي.

شات او لېمو په ډېرو مشروباتو کې د خوند لپاره استعمالېږي، خو له دې دواړو داسې مشروب هم تیارېږي، چې په اړه یې ویل کېږي چې ګڼې روغتیایي روغتیایي ستونزې حلوي.

لکه څنګه شات او لېمو ګټور خوراکي توکي دي نو یوځای استعمال یې هم پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي. دا مشروب میتابولیزم تېزوي او په دې ډول وزن کموي.

شات او لېمو داسې غذایي مواد لري چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او بدن ته انرژي او ځواک ورکوي او له ناروغیو مخنیوی کوي. همدا راز د وینې سپین کرویات زیاتوي او بدن له فاسدو مادو څخه پاک ساتي.

شات ټوخی کموي او تنفسي نلونو ته آرام ورکوي، د هاضمې سیستم فعالیتونه ښه کوي، د قبض مخنیوی کوي، خو دا چې داغونه ورکوي او ډېر ژر وزن کموي دا دعوې ساینسي ثبوت نلري.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …