کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د وطني چرګانو د غوښې حیرانوونکې ګټې

په ژمي کې د وطني چرګانو د غوښې حیرانوونکې ګټې

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې وطني چرګان د فارمي چرګان په پرتله د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، نو ځکه خو یې قیمت هم یو څه لوړ وي. فارمي چرګان یوازې د بدن غذایي اړتیاوې پوره کوي خو وطني چرګان د غذایي اړتیاوو سربېره د درملو په توګه هم استعمالېږي.

په وطني چرګانو کې د فارمي چرګانو په پرتله لږ غوړ موندل کېږي، نو ځکه یې استعمال په بدن کې غوړ نه زیاتوي او په دې ډول د کلیسټرول کچه برابره ساتي. د فارمي چرګانو استعمال د هورمونونو د ګډوډۍ سبب کېږي، خو وطني چرګان دا ستونزه نه پېښوي.

وطني چرګان د حافظې او یاداښت لپاره ډېره ګټور ګڼل کېږي او د بدن د پروټین اړتیا هم پوره کوي چې بیا د بدني فعالیتونو د ښه ترسراوي لپاره خورا ګټور تمامېږي.

وطني چرګان د خپل غذایي موادو په لرلو سره مجموعي روغتیا خورا ګټور تمامېږي او پر طبیعت هم ښې اغېزې ښېندي او ترڅنګ یې د شکر، نري رنځ، التهاب او سرطاني ناروغیو ته ګټور وي.

وطني چرګان د خپل ګرم اغېز په سبب د ژمي په موسم کې موږ له سړو څخه ساتي، د ستوني او سینې التهاب، تبې، د مفصلونو درد، ټوخي او د ټپ دردونو په ختمولو کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …