کورپاڼه / کرکټ / روهیت شرما خپلو لوبغاړو ته: یوازې دېته پام وکړئ چې زموږ موخې څه دي؟

روهیت شرما خپلو لوبغاړو ته: یوازې دېته پام وکړئ چې زموږ موخې څه دي؟

د هند کرکټ لوبډلې د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبډلمشر روهیت شرما لوبغاړو ته مشوره ورکړې، چې په نړیوال جام کې د لوبډلې د خرابې کارکردګۍ په اړه دې فکر نه کوي بلکې د لوبډلې ګډې موخې ته توجه وکړي.

روهیت شرما ویلي، چې هند د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال د آی سي سي ټرافي ګټلې وه او له هغې وروسته موږ کوم جام نه دی ګټلی، خو داسې فکر نه کوم چې موږ دې تېروتنه کړي وي بلکې هر ټورنمنټ مو د لوبډلې په توګه لوبولی.

هغه همدا راز ویلي دي موږ مسلکي لوبغاړي یو او دې اړتیا لرو چې سم ګام پورته کړو او دا باوري کړو چې موږ کولی شو چې نړیوال ټورنمنټونه به ګټو.

هندي لوبډلمشر زیاته کړې دي، په راتلونکې کې د کرکټ ډېرې نړیوالې سیالۍ په مخ کې شته، موږ باید خپله وړتیا وښیو، موږ باید نړیوالې سیالۍ وګټو او په ګډه به دا کار کوو.

روهیت شرما ویلي که چېرته غواړئ کومه اتلولي وګټئ، نو باید په ډېرو خبرو عمل وشي، خو اړینه داده چې موږ د خپلې موخې بشپړېدو ته پام وکړو، زه خپلو لوبغاړو ته دا خبره کوم چې د پایلوبې په اړه فکر مه کوئ، بلکې یوازې دېته پام وکړئ چې زموږ موخې څه دي؟

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …