کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ګربز لوبډلې د نجیب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ګربز لوبډلې د نجیب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لنکا لیګ ۱۴مه لوبه د نجیب ځدراڼ لوبډلې (ډمبولا جینټس) او رحمان الله ګربز (جافنا کینګز) ترمنځ وه، خو دواړه یې نه ول اخیستي او لوبه جافنا کینګز وګټله.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۱۴مه لوبه د ډمبولا جینټس او جافنا کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه جافنا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

ډمبولا جینټس په ټاکلو شل اوریزو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۹ منډې وکړې، د دوی له لورې پال سالټ ۲۳ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د جافنا کینګز لخوا چیتورنګا ډي سلوا ۴، مهیش تکسانا ۳، ونېندو هسرنګا، شعیب ملک او اشان بندرا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

جافنا کینګز لوبډلې د ۷۰ منډو هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو په ۹.۲ اورونو کې پوره کړ او ډمبولا جینټس ته یې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د جافنا کینګز لخوا ونېندو هسرنګا ۳۷ او اویشکا فرناندو ۲۲* تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د ډمبولا جینټس لخوا عمران طاهر ۲ او جوش لیټل ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …