کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي بالاخره خپل غبرګون څرګند کړ

ویرات کوهلي بالاخره خپل غبرګون څرګند کړ

وروسته له هغې چې د هند کرکټ بورډ له لورې ویرات کوهلي د یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ لېرې شو، که څه هم کوم ځانګړی غبرګون یې ونه ښود او په تمریناتو کې یې ګډون ونه کړ.

هندي رسنیو ادعا کړې ده، ویرات کوهلي د یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ په لېرې کېدو ناخوښ دی، ځکه نوموړي هیله درلوده چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې هم لوبډلمشري وکړي.

هندي چارواکو ویلي دي، دوی له وړاندې ویرات کوهلي ته په تمریناتو کې د برخه اخیستو خبر ورکړی و، خو نوموړي په تمریناتو کې ګډون ونه کړ.

دوی زیاتوي چې کوهلي ته یې په تمریناتو کې د ګډون په موخه زنګونه هم ووهل خو هغه ځواب نه کړل، خو هیله یې څرګنده کړې چې نن به کوهلي په تمریناتو کې ګډون وکړي.

د هند کرکټ بورډ چارواکي ویلي، چې په تمریناتو کې د نوي لوبډلمشر روهیت شرما او نورو لوبغاړو ګډون کړی و. دوی زیاتوي وړاندې له دې چې لوبډله یې سویلي افریقا ته لاړ شي، تر درېیو ورځو پورې به د کورونا په خوندي چاپیریال کې وي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …