کورپاڼه / طالبان امريکا ته: چې (اشغال) ختم نه شي، سوله نه راځي
سهيل شاهين

طالبان امريکا ته: چې (اشغال) ختم نه شي، سوله نه راځي

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ اګست ٢٠١٩): طالبانو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرونيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي دي، تر څو چې په افغانستان کې د امريکا (اشغال) ختم نه شي، نو تر هغې په افغانستان کې سوله نه شي راتللى.

تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امريکا کې له يوې راډيو سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې له طالبانو سره تر سولې تړون وروسته به هم امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې کېږي او همدا راز دوى به استخباراتي حضور هم ولري.

نوموړي ويلي و، چې مجبور يو په افغانستان کې پاتې شو. د هغه په وينا چې ٨٦٠٠ امريکايي پوځيان به له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

د ډونالډ ټرمپ يادو خبرو ته په قطر کې د طالبانو وياند سهيل شاهين غبرګون ښودلى او وايي چې تر څو په افغانستان کې د امريکا (اشغال) نه وي ختم شوى، نو تر هغې په افغانستان کې سوله نه شي راتللى.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکايي او طالبانو استازو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې د نهم پړاو خبرې روانې دي، چې بېګاه د شپې تر ناوخته هم خبرو دوام درلود.

د چارشنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين ويلي و، چې نن د دواړو ډلو ترمنځ خبرې نږدې شوې دي او ولس ته به ژر ښه زېرى ورکړي، خو پرون نوموړي ويلي و، چې دا د دوى په ناسته کې ملا برادر او زلمى خليلزاد هم ناست و، چې خبرې يې د شپې تر ناوخته پورې دوام درلود.

سهيل شاهين همدا راز زياته کړې وه، چې سبا، يعنې نن د جمعې په ورځ به هم د جمعې له لمانځه وروسته دوى يو ځل بيا ناسته کوي او هيله ده چې يوې پرېکړې ته ورسېږي.

له هغه مخکې ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي و، چې د دواړو ډلو ترمنځ هوکړه نهايي شوې ده او په خپل منځ کې به يې لاسليک کړي. دوى ويلي و، چې د طالبانو او امريکا تر خبرو وروسته به زلمى خليلزاد کابل ته راځي او ولسمشر غني ته به د هوکړې متن ورکوي او له هغه وروسته به د رسنيو په وړاندې د دواړو ډلو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليکېږي، چې بيا به طالبان له افغان حکومت سره خبرې پيلوي.

دا هم ولولئ

نجونې باید د واده لپاره څه ډول هلک غوره کړي؟

واده یا ګډ ژوند یا نکاح د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه دی، چې …