کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې سیالیو کې نه لوبېږي

ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې سیالیو کې نه لوبېږي

د هند کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې د ترسره کېدونکي یوه ورځنیو سیالیو څخه بهر شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، ویرات کوهلي پرېکړه کړې چې له خپلې کورنۍ سره وخت تېرول غواړي او د لور د کلیزې په سبب په یاده لوبلړۍ کې نه لوبېږي او له خپلې پرېکړې یې د هند کرکټ بورډ هم خبر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې روهیت شرما د ویرات کوهلي پرځای د یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، چې په دې کار سره کوهلي سخت ناراضه شو.

تر ډېره پورې داسې اټکل هم کېږي چې ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ څخه د لېرې په سبب په یاده لوبلړۍ کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې او په تمریناتو کې یې هم ګډون نه دی کړی.

بل لوري ته روهیت شرما هم د سویلي افریقا پر وړاندې په ټیسټ لوبلړۍ کې نه لوبېږي. هغه د ټپي کېدو په سبب له یادې لوبلړۍ بهر شوی دی.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …