کورپاڼه / کرکټ / د بنګله دېش لیګ له پي ایس اېل او بیګ باش سره په ټکر کې دی

د بنګله دېش لیګ له پي ایس اېل او بیګ باش سره په ټکر کې دی

د بنګله دېش پریمیر لیګ مهالویش د پاکستان سوپر لیګ او د اسټرالیا د بیګ باش سیالیو سره په ټکر کې دی، خو د بنګله دېش کرکټ بورډ د خپل لیګ د بریا لپاره هیله من دی.

د معلوماتو له مخې، د روانې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې پي ایس اېل پیلېږي خو د بي پي اېل وروستی مهالویش او لوبډلې تر اوسه نه دي اعلان شوی، خو د بنګله دېش کرکټ بورډ هیله من دی چې د مهالویش د ټکر سربېره به یې لیګ بې خونده نه وي.

په دې اړه ویل کېږي چې د بنګله دېش کرکټ لیګ روانه میاشت د ډرافټ پروسه بشپړوي، خو دا هم وایي چې له پي ایس اېل په سبب ستونزه نلري او د پاکستان سوپر لیګ نه د پاتې لوبغاړو په اړه فکر کوي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ زیاته کړې، لوی ستونزه د کورونا په سبب د رامنځته شوي حالت ده، په داسې حال کې د شپږ لوبډلو لپاره اته داوطلبان شتون لري.

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا بیګ باش سیالۍ د روانې دسمبر میاشتې په ۵مه پیل شوي، ښه په زور او شور سره ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …