کورپاڼه / بېلا بېل / ایلون ماسک د کال غوره شخصیت ونومول شو

ایلون ماسک د کال غوره شخصیت ونومول شو

د ټایم مجلې د نړۍ تر ټولو شتمن شخص ایلون ماسک د ۲۰۲۱ کال غوره شخصیت ونوماوه.

د ټایم مجلې د راپور پر اساس، د ایلون ماسک شتمني له دوه نیم میلیارده ډالرو څخه ډېره اټکل شوې، خو بیاهم هغه خپل کور نلري او غواړي چې ځمکه وژغوري.

راپور زیاتوي، ایلون ماسک په دې هڅه کې دی چې په نوې نړۍ کې د ژوند زمینه برابره کړي او په همدې موخه یې کار پیل کړی او نوموړی د خپل موټر لپاره پټرول او موټروان هم اړتیا نلري.

همدا راز ایلون ماسک د سپیس ایکس په نوم یو شرکت هم لري، یاد شرکت اوسهمال د دې لپاره چمتوالی نیسي ترڅو انسانان تر سپوږمۍ پورې ورسوي.

په نړۍ دوه پر درېیمه برخه هغه موټرې چې په بریښنا چلېږي، دا ټول د ټیسلا شرکت دي او ټیسلا د ایلون ماسک شرکت دی، همدا راز سپوږمۍ ته د ستور مزلو د لېږلو قرارداد هم له سپیس ایکس سره شوی دی.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …