کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدی: ولې د پاکستان او ویسټ انډیز لومړۍ لوبې ته نندارچیان نه و راغلي؟

شاهد افریدی: ولې د پاکستان او ویسټ انډیز لومړۍ لوبې ته نندارچیان نه و راغلي؟

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدي هم د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د لومړۍ شل اوریزو د نندارې لپاره د لږ شمېر خلکو په راتګ خواشیني ښودلې ده.

شاهد افریدي په خپل بیان کې ویلي دي، چې د لومړۍ شل اوریزې لوبې نندارې ته د لږ شمېر خلکو ور تګ ډېر خواشینی کړی دی.

نوموړي ویلي چې په دې اړه پوهېدل اړین دي چې داسې ولې کېږي او څنګه کولی شو چې دا ستونزه حل کړو. هغه زیاته کړې چې لوبغالی باید له نندارچیانو ډک وي.

له دې وړاندې بل پاکستاني لوبغاړي وسیم اکرم هم د لومړۍ شل اوریزو پرمهال د نندارچیانو په نه ورتګ سخته خواشیني څرګنده کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ د لومړۍ لوبې پرمهال لوبغالي ډېر لږ نندارچیان راغلي و، په داسې حال کې چې دا لوبې پاکستان کې هم ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …