کورپاڼه / جالب / په هند کې د عبادت پرمهال غوا د سرو زرو زنځیر تېر کړی، مالک یې هره ورځ خوشایه ګوري

په هند کې د عبادت پرمهال غوا د سرو زرو زنځیر تېر کړی، مالک یې هره ورځ خوشایه ګوري

په هند کې یوې غوا د عبادت پرمهال د سرو زرو زنځیر تېر کړی، چې د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې مالک هره ورځ خوشایه ګوري.

په هندي ټولنه کې د غواګانو عبادت هم کېږي او هندوان په دې باور دي چې غوا د شتمنۍ خدای ګوټې ده او کله چې هغوی د غوا عبادت کوي نو په غاړه کې ورته د سرو زرو ګاڼې هم اچوي.

کله چې عبادت ختم شي نو بېرته ترې سره زر او نور ګاڼه لېرې، خو د کرناټک ایالت کې یوې غوا د عبادت پرمهال د سرو زرو زنځیر تېر کړی دی.

سري کانت چې کله د غوا عبادت پوره کړ نو له هغې وروسته له غاړې شل ګرامه زنځیر لېرې کاوه، خو زنځیر نه و او له ډېرو هڅو سربېره یې بیاهم ونه موند.

کله چې د حیواناتو په روغتون کې د غوا ایکسری معاینه وشوه نو معلومه شوه چې د سرو زنځیر د غوا په خېټه کې موجود دی، چې له هغې وروسته د مالک په اجازه د عملیات په مرسته زنځیر ترلاسه شو، خو د ۲۰ ګرامه پرځای ۱۸ ګرامه شوی و.

دا هم ولولئ

بریتانیې پر خپل یو اوسیدونکي بندیز ولګاوه چې تر یوه کاله پورې دې مرغاوۍ نه ساتي

د برتانیې روغتیا وزارت په ۷۹ کلن الان ګوسلنګ بندیز لګولی، چې د یوه کال …