کورپاڼه / کرکټ / د بنګله دېش لیګ د افغان لوبغاړو لپاره یو بل فرصت

د بنګله دېش لیګ د افغان لوبغاړو لپاره یو بل فرصت

د بنګله دېش کرکټ لیګ، چې د پاکستان سوپر لیګ او د اسټرالیا بیګ باش سیالیو سره په ټکر کې، ښایي دا ځل ښایي یو شمېر مشهور لوبغاړي د دې لیګ برخه شي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته دوه ورځې وړاندې د ډرافټ پړاو ترسره شو، چې یو شمېر مشهور لوبغاړي ورته وانخیستل شول.

په دې لوبغاړو کې فاف ډوپلیسي، سونیل ناراین، معین علي او یو شمېر لوبغاړي شامل دي او داسې ویل کېږي چې دوی به د بنګله دېش لیګ ته واخیستل شي.

دا لیګ افغان لوبغاړو ته هم ښه فرصت او ښایي هغه افغان لوبغاړي چې د پاکستان لیګ ته نه دي اخیستل شوي، په دې لیګ کې ولوبېږي او د بي پي اېل لوبېدلی یې له ځان سره یوځای کړي.

د پاکستان لیګ ته شاوخوا ۴۰ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو یوازې شپږ لوبغاړي ورته واخیستل شول، چې راشد، نبي، ګربز، نوین، نور احمد او ځاځی پکې شامل دي.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …