کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نوین الحق لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه

د نوین الحق لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه

د لنکا لیګ ۱۵مه لوبه کې نوین الحق په ۳ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته او لوبه یې هم لوبډلې وګټله.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۱۵مه لوبه د کینډي واریرز او کولمبو سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه کولمبو وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

کینډي واریرز په ټاکلو شل اوریزو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې وکړې، د دوی له لورې کینر لویس ۶۲ او چاریت اسلانکا ۲۸ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کولمبو سټارز لخوا دشمانتا چمیرا ۴، اشان پریانجان، روي رامپال، نوین الحق، دننجایا ډي سلوا او سیکوګ فرسانا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

کولمبو سټارز لوبډلې د ۱۴۷ منډو هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۴ اورونو کې پوره کړ او کینډي واریرز ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د کولمبو سټارز لخوا انجیلو میتیوس ۲۸، دنیش چندیمال ۴۴ او سیکوګ فرسانا ۳۲* تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د کینډي واریرز لخوا نمیش واموکتي ۲، کامینډو مینډیس، سچاندو کولمبوګ او چاریت اسلانکا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …