کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد لکڼوال د نجیب ځدراڼ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نور احمد لکڼوال د نجیب ځدراڼ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لنکا لیګ ۱۶مه لوبه کې نور احمد ۳ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې، ویکټ یې وانخیسته او نجیب ځدراڼ ۱۶ منډې وکړې او لوبه د لکڼوال لوبډلې وګټله.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۱۶مه لوبه د ګال ګلیډیټرز او ډمبولا جینټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ډمبولا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

دا لوبه د باران له امله ۱۴ اورونو ته راښکته شوې او ګال ګلیډیټرز پکې ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې، د دوی له لورې کوشل مینډیس ۳۵ او بنوکا راجافکسانا ۳۳ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د ډمبولا جینټس لخوا عمران طاهر ۳، جوش لیټل ۲ او ترنېندو رتنیاکي ۱ ویکټ واخیسته.

ډمبولا جینټس لوبډلې د ۱۳۵ منډو هدف په تعقیب د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۲۵ منډې وکړې او په ۹ منډو یې لوبه وبایلله.

د ډمبولا جینټس لخوا پال سالټ ۴۱ او جینت لیانګي ۵۱ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د ګال ګلیډیټرز ایسرو اوډانا او سمیت پټېل ۲-۲ او محمد عامر ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …