کورپاڼه / روغتيا / هغه څلور لارې چارې چې چاودلې شونډې مو ښه کوي

هغه څلور لارې چارې چې چاودلې شونډې مو ښه کوي

د ژمي موسم ته که د سپوروالي موسم وویل شي نو غلطه به نه وي په دې موسم کې د پوستکي له سپوروالي واخله د شونډو تر چاودېدو پورې ډېرې ستونزې رامنځته کېږي، چې دا ټول ستونزې د اوبو د کمښت په سبب واقع کېږي.

په دې لړ کې د شونډو چاودېدل هم یوه ځورونکې ستونزه ده، که چېرته تاسې هم دا ستونزه لرئ نو لږه بوره کې د بادامو تېل ګډ کړئ او پر شونډو یې ووهئ، ان شاء الله ستونزه به مو حل شي.

همدا راز چغندر چې د ژمي په موسم کې موندل کېږي، راواخلئ او له بادام تېلو سره یې ګډ کړئ او بیا یې پر شونډو ووهئ، شونډو به مو نمي پیدا کړي او ښکلي به شي.

شات هم د چاودلو شونډو لپاره غوره مرهم ګڼل کېږي، د دې لپاره یوازې لږ غوندې شات دوه ځلې پر شونډو ووهئ، ستونزه به مو حل شي.

د شېدو پېروی که چېرته په چاودلو شونډو ووهل شي، ټوله شپه پرېښودل شي او یا هم له نیم ساعت وروسته په ساده وینځل شي نو ستونزه به حل شي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …