کورپاڼه / کرکټ / مایکل سلیټر نېول شوی او نن به محکمې ته وړاندې کړل شي

مایکل سلیټر نېول شوی او نن به محکمې ته وړاندې کړل شي

د استرالیا کرکټ پخواني نامتو لوبغاړي مایکل سلیټر د په سېډني ښار کې نېول شوی او اسټرالیایي رسنیو د هغه نېول کېدل تایید کړي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د استرالیا پخواني لوبغاړي مایکل سلیټر د کورني تاوتریخوالي په قضیه کې نېول شوی دی. راپور زیاتوي چې د کورني تاوتریخوالي پېښه د اکتوبر په میاشت کې واقعه شوې وه.

پخوانی کرکټر مایکل سلیټر، چې د تېرې اکتوبر میاشت کې نېول شوی و، په اړه یې څېړنې روانې وې او ویل کېدل چې د تاوتریخوالي له قانون څخه سرغړونه کړې وه.

نوموړی تېره ورځ د سېډني په ښار کې نېول شوی او ویل کېږي چې هغه به نن ورځ محکمې ته وړاندې شي.

د یادولو وړ ده چې مایکل سلیټر د استرالیا یو نامتو لوبغاړی و، هغه د خپل هېواد لپاره ۴۲ یوه ورځنۍ او ۷۴ ټیسټ لوبې ترسره کېږي، چې په ټیسټ کې یې ۵۳۱۲ او یوه ورځنیو لوبه کې یې ۹۸۷ منډې جوړې کړي دي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …